د طالبانو د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د رېل پټلۍ د ادارې له اجرایه ريیس جبار علي ذاکري سره وکتل.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د یکشنبې ناوخته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، پهدې کتنه کې د خواف-هرات د رېل پټلۍ د درېیمې برخې له لارې د لېږد رالېږد د زیاتولو او د افغانستان د رېلګاډي د کارکوونکو د تخنیکي او تخصصي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې وشوې.
وړاندې ویل شوي، چې دوی همدا راز د رېلګاډي د زېربناوو د پراختیا په برخه کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وکړې.
د ایران د ځینو رسنیو د راپورونو لهمخې د کابل لپاره د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د یکشنبې په ورځ د طالبانو له هیئت سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو د رېل پټلۍ پراختیا په لومړیتوبونو کې ده.
د طالبانو د ټولګټو وزارت وزارت د ریل پټلۍ د مرستیال په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د شنبې په ورځ ایران ته ورسېد.