د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد پوځ ته امر کړی چې، د جګړې لپاره خپلې وړتیاوې لوړې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې نوموړي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې د پوځي قومندانانو یوې غونډې ته کړي چې، نن دوشنبه د شمالي کوریا دولتي رسنۍ (KCNA) راپور کړې دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې، لوېدیځو هېوادونو روسیې ته د شمالي کوریا لهخوا د زرګونه سرتېرو پر استولو اندېښنه ښودلې ده.
تمه ده چې اکثره دغه کوریایي سرتیري به په اوکراین کې د روسیې له پوځیانو سره اوږه په اوږه جګړه کې برخه واخلي.
د شمالي کوریا مشر ویلي، د امریکا او د جنوبي کوریا په ګډون د متحدایالتونو د متحدانو لهخوا دوی ته د ګواښ ماهیت "په تاریخ کې خطرناک پړاو" ته رسېدلی دی.
نوموړي ویلي، د همدې ګواښونو له کبله د جګړې د تیاریو خبره کوي.