سعودي عربستان په ۲۰۲۴ کال کې د درېیو افغانانو په شمول څه باندې سل بهرني بندیان اعدام کړي دي.
دا خبره د فرانسې خبري اژانس او ځینو نورو د سعودي عربستان د بشري حقونو مدافع سازمانونو راپور کړې ده.
د سعودي دولتي اژانس معمولاً د دغو اعدامونو په اړه اعلامیې خپرې کړي، چې وروستۍ یوه یې د شنبې په ورځ په نجران سیمه کې د یوه یمني تبع د اعدام وه، چې عربستان ته د مخدره موادو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم و.
د فرانسې خبري اژانس په راپور کې راغلي چې، په اعدام شویو بهرنيو بندیانو کې ډېر کسان د پاکستان دي چې شمېر یې ۲۱ ته رسیږي، ورپسې د اعدام شویو بندیانو کې په ترتیب د یمن، سوریې، نایجیریا، مصر، اردن، ایتوپیا، سوډان، هند، افغانستان، سریلانکا، ایریتریا او فیلپین اتباع شامل دي.
د سعودي عربستان لهخوا د درېیو افغانانو د اعدام په اړه جزیات نهدي ورکړل شوي او نه په ریاض کې د افغانستان سفارت پهدې رابطه څه تبصره کړې ده.
په برلین کې د بشري حقونو مېشت سازمان سعودي-اروپايي بنسټ د اعدامونو دا شمېر د اندېښنې وړ او ریکارډ بللی.
د دغه سازمان د حقوقي برخې مشر طاها الحاجي ویلي چې، سعودی هيڅکله په یوه کال کې سل بهرنیان نه وو اعدام کړي.