روسیې پر اوکراین پر یوه تر ټولو لوی هوايي برید کې د دغه هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ (د عقرب ۲۷مه) اعلان وکړ چې، روسیې په یوه پراخه حمله کې د دې هېواد د انرژۍ د تاسیساتو پر لور ۱۲۰ توغندي او ۹۰ بېپيلوټه الوتکې توغولي دي.
زیلینسکي څرګنده کړه چې روسیې پهدې بریدونو کې له ډولډول بېپيلوټه الوتکو، کروز توغندیو، بالسټیک توغندیو او ایرو بالسټیک توغندیو څخه کار اخیستی دی.
هغه دا څرګندونې په ټلېګرام کې خپرې کړي او زیاته کړې يې ده، چې د اوکراین دفاعي ځواکونه توانېدلي چې د ۱۴۰ هوايي بریدونو مخه ونیسي.
زیلینسکي د میکولایف په ښار کې د یوې بېپيلوټه الوتکې د حملې په اړه وویل، پهدې برید کې دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي، چې په هغوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.