د راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ موافقه کړې چې کریس رایټ د انرژۍ د وزیر په توګه ونوموي.
رایټ، چې د ټرمپ د انتخاباتي د کمپاین همکار او د فوسیل سون موادو اجرائیه رییس دی، د ټرمپ په راتلونکې، یا دوهمه اداره کې به دغه مقام پر غاړه واخلي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، کریس رایټ د لیبرټي انرژۍ (Liberty Energy) شرکت اجرائیه رییس دی او د نفتو او ګازو د پراختیا کلک پلوی دی.
رایټ د اقلیمي بدلون د مخنیوي له هڅو سره موافق نه دی.
د هغه ګومارنه ښايي د فوسیل سون موادو صنعت ته وده ورکړي.
څارونکي وايي چې د رایټ ګومارنه به په امریکا کې د انرژۍ پر پالیسیو او د اقلیمي بدلون د کنټرول په هڅو باندې ژور اغېز وکړي.