د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، په هرات ولایت کې پر تصویر اخیستلو د طالبانو بندیز نه یوازې د رسنیو ازادي بلکې د ولس اساسي حقونه هم اغېزمنوي.
دې سازمان پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې دا ډول بندیزونه پای ته ورسوي او د رسنیو خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د امریالمعروف او نهی عن المنکر ریاست غړي په هرات کې په رسمي او غیررسمي غونډو کې خبریالان نه پرېږدي چې د طالب چارواکو عکسونه واخلي.
تر دې مخکې طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو لکه کندهارو ننګرهار، او هلمند کې هم خبریالان د عکس او ویډیو له اخیستلو منع کړي دي.