د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول او د جاپان صدراعظم شیګرو ایشیبا موافقه وکړه چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د متحدو ایالتونو له نوي حکومت سره خپلو درې اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
دا خبره د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې، یول او ایشیبا د پیرو په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک اقتصادي همکاریو سرمشرې په څنډه کې سره وکتل.
دواړو مشرانو د روسیې او شمالي کوریا د پوځي همکاریو په ځانګړي ډول په روسیه کې د شمالي کوریا د پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په باب هم سخته اندېښنه وښوده.
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزارت درې اوونۍ مخکې ویلي وو، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.