د اسراییل ولسمشر اسحاق هرځوګ په آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس کې خپل پلان شوی سفر د امنیتي ملحوظاتو له کبله لغوه کړ.
د اسرائیل ولسمشرۍ دفتر د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته پرون خبر ورکړی چې دغه سفر لغوه شوی دی.
اسراییلي رسنیو ویلي چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې چې د اقلیمي بدلون د سرمشریزې کوربه دی، پر اسراییلي اهدافو د ایران د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې شته.
هرځوګ لومړی ځل اذربایجان ته د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې په رسمي سفر تللی و.
اذربایجان چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، له ایران سره پوله لري چې له دې کبله د اسراییل لپاره یو مهم جیوستراتیژیک ملګری ګڼل کېږي او د باکو او تهران ترمنځ اړیکې په ټوله کې سړې دي.