د یوه افغان په ګډون ۱۰ کسان د ایران د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي

ارشیف

د ایران د بشري حقونو غیردولتي سازمان وايي، د یوه افغان په ګډون په ټوله کې ۱۰ کسان د ایران د کرج ښار په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.

په ناروې کې دېره دغه سازمان پرون شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په اعدام شویو کې دوه کردان او یوه ښځه هم شامله ده.

دغه کسان د مخدره موادو د کار و بار او عمدي قتل په څېر تورونو له کبله اعدام شوي دي.

د اعدام شوي افغان وګړي نوم خالد تاجیک یاد شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي دغه اعدامونه د چهارشنبې په ورځ شوي دي.

د دغه سازمان په وینا د احمد علیزاده په نوم یو بل کس هم چې مخکې د دار تر تختې بېول شوی و او بیا یې اعدام ځنډول شوی و، پرون اعدام شو چې له دې سره پرون په قزل حصار زندان کې د اعدام شویو کسانو شمېر لسو ته ورسېد.