د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د طالبانو په کنټرول کې ده، د سند ایالت له زندانونو د ۱۱ افغان وګړو د خوشې کېدو خبر ورکړ.
په کراچۍ کې د طالبانو جنرال قونسل عبدالجبار تخاري د شنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د یوې ښځې او اوو ماشومانو په ګډون دغه ۱۱ افغانان خوشې او د چمن-سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
دا نه دي ویل شوي چې دغه افغانان ولې او کله نیول شوي وو.
د سند امنیتي چارواکو د تېر لمریز کال په تلې میاشت کې ویلي وو چې شاوخوا ۱۸۰۰ بې اسناده افغانان یې نیولي دي.
تخاري وویل، تر دې مخکې د سند ایالت له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲۵۸ افغانان خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي او دا مهال هم د دغه ایالت په زندانونو کې شاوخوا ۳۵ افغانان بندیان دي.