افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د یوه پخواني غړي نیول کېدل؛ ترودو: اوتاوا دا موضوع ډېره جدي ګڼي

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو پرون شنبه ویلي، اوتاوا په افغانستان کې د کاناډا د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي د نیولو موضوع ډېره جدي ګڼي.

کاناډايي رسنیو راپور ورکړی چې متقاعد ډېوېډ لاوري تېره دوشنبه کابل ته له رسېدو سره سم د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

د کاناډا سي‌ټي‌وي CTV ټلوېزیوني شبکې د جمعې په ورځ د څو سرچینو په حواله دغه راپور ورکړ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې راغلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کاناډايي وګړی چېرته ساتل کېږي.

د راپورونو له مخې، لاوري د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل د سقوط پر مهال له ۱۰۰ کسانو سره له افغانستانه په وتلو کې همکاري کړې وه.

هغه پخوا په افغانستان کې د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ خاوند و.

د سي‌ټي‌وي د راپور له مخې، د کاناډا د نړیوالو چارو ادارې په یوه برښنالیک کې تایید کړې چې په افغانستان کې د یوه کاناډایي وګړي په باب خبره ده او کاناډايي چارواکي له نږدې د وضعیت څار ته دوام ورکوي.