کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله له اماراتو سره سیالي لري

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې سبا دوشنبه د کوربه امارتو پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کېږي.

دا سیالۍ د افغانستان په وخت د سهار لس بجې دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.

افغانستان تېره ورځ د همدې سیالیو په لړ کې پاکستان ته د سلو منډو په توپیر لویه ماتي ورکړې وه.

د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې هره لوبډله یو له بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه پایلوبه ترسره کوي.

د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله په اسیا کپ سیالیو کې هم ګډون وکړي چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلېږي.