بلوچستان کې د وسله‌والو برید؛ اووه پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

ارشیف

د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه قلات کې وسله‌والو د ملېشه ځواک پر یوې پوستې په برید کې اووه عسکر وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.

د قلات مرستیال کمېشنر علي ګل بلوڅ پرون د نومبر۱۶مه د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، دا برید شپې مهال د جوهان په غزنۍ سیمه کې شوې ده.

د بلوڅ په خبره، وسله‌والو دا برید د شاه مردان په نامه د ملېشه ځواک پر امنیتي پوستې کړی او له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

بلوڅ دا نه دي ویلي چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا وسله والو ته کوم زیان رسېدلی او که‌نه، خو د نوموړي په خبره، په برید کې وژل شوي او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت منلی دی.

یادې دلې د ازادي راډیو مشال برخې ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې برید کې يې پاکستاني عسکرو ته په لویه کچه زیان رسولی، خو د بلوچستان صوبايي حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي دا برید غندلی دی.

له دې وړاندې د نومبر په نهمه د کوټې د اورګادي په تمځاي کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او له ۶۰ نور ډېر ټپیان شوي وو چې ډېر شمېر يې پوځیان وو.

د دې برید مسوولیت هم بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې منلی و.