طالبانو دوه کسان د یو خرس د ښکار په تور نیولي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د طالبانو امنیتي سرتېرو دوه کسان د یو خرس د ښکار په تور نیولي دي.

د بدخشان د چاپېریال ساتنې د ادارې رییس فیض‌الرحمن ابراهیمي پرون د نومبر۱۶مه رسنیو ته ویلي، دا دوه تنه يې په "شکي" ولسوالۍ کې د هغه قهويي خرس د ښکار په تور نیولي، چې څو ورځې وړاندې ښکار شوی و.

بل پلو په نیمروز ولایت کې د طالبان د چاپېریال ساتنې ادارې پرون ویلي، ایران ته يې د ۳۵ نادرو مرغانو د قاچاق مخه نیولې ده.

که څه هم طالب چارواکي د چاپېریال ساتنې او وحشي حیواناتو د ساتنې خبر ورکوي، خو وخت ناوخته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ناقانونه ښکار او له چاپېریال سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي.