اوکراين د پوتين او د جرمني د صدراعظم ترمنځ ټليفوني مکالمه وغندله

د اوکراين، روسيې او جرمني مشران

اوکراین پرون د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ ټلیفوني مکالمه وغندله.

کییف دغه مکالمه د تسکین یوه هڅه ګڼلې چې مسکو ښايي د کمزورۍ د نښې په سترګه ورته وګوري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول خبرې یوازې پوتین ته د هغه د نړیوالې انزوا د کمېدو هیله ورکوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یوازېني څه ته چې اړتیا ده، هغه قوي اقدامات دي، چې پوتین سولې ته مجبورولی شي، نه متقاعد کول او د تسکین هڅه، چې پوتین د کمزورۍ د نښې په سترګه ورته ګوري او د ځان په ګټه یې کاروي.

د جرمني صدراعظم تر دغو ټلیفوني خبرو وروسته تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، له پوتین یې غوښتنه وکړه، چې د اوکراین په وړاندې د روسیې تهاجم پای ته ورسوي او خپل پوځیان له اوکراین وباسي.

شولڅ لیکلي، چې روسیه باید له اوکراین سره مذاکرو ته لېوالتیا وښيي، چې هدف یې سولې ته رسېدل وي.