د هند د یوه روغتون د نوزېږو ماشومانو په څانګه کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ نوزېږي ماشومان مړه شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي، د هند د اترا پردېش ایالت د جهانسي ښار په روغتون کې دغه اور پرون جمعې ډېر ژر پهدې څانګه کې خپور شو، چې هلته د ۵۵ نوزېږو ماشومانو درملنه روانه وه.
د اورلګېدو علت معلوم نهدی.
د اترا پردېش ایالت د اعلی وزیر مرستیال براجیش پتهاک پهدې اړه د څېړنو ژمنه وکړه.
دغې پېښې د هند په روغتونونو کې د خوندیتوب د مقرراتو په باب پوښتنې ولاړې کړي دي.