د "ملي مقاومت" جبهې کابل کې د درې طالبانو د وژنې ادعا کړې

له ارشیفه د مقاومت جبهې د یو شمېر جنګیالیو تصویر

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې یې وسله‌والو په یوه حمله کې ۳ طالب وسله‌وال وژلي دي.

دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې، دا حمله تېر ماښام د کابل په اتمه حوزه کې د طالبانو پر ګرځنده چک پاینټ شوې، چې د ۳ طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ۲ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي مقاومت جبهې غړو ته په حمله کې زیان نه‌دی اوښتی.

دا ادعا د خپلواکو سرچینو له‌‌‌خوا تایید شوې نه‌‌ده.