د قطر او ترکیې مشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د قطر امیر تمیم بن حمد آلثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراتیژیکې عالي کمېټې د لسمې غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
دغه غونډه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې جوړه شوې وه، چې په هغې کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي.
د ګډې اعلامیې لهمخې د قطر امیر او د ترکیې ولسمشر د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي پر اهمیت هم ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
پر طالبانو چې په قطر کې یې لا هم سیاسي دفتر فعال دی انتقاد کېږي، چې د افغانانو پر اساسي ازادیو محدودیتونه لګوي، حکومت یې ټولګډونه نهدی او په ځانګړي ډول یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.
طالبانو ټینګار کړی، چې حکومت یې ټولګډونه دی او ښځو دغهراز نجونو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.