د پاکستان پنجاب ایالت د پراخ لوګي له امله پرون جمعه بېړنی روغتیایي حالت اعلان کړ او په دوو سترو ښارونو کې یې د سوداګرۍ پر چارو بندیز ولګاوه.
زهرجنو لوګیو او دوړو له څو اوونیو راهیسې د دې ایالت یوه لویه برخه پوښلې چې امله یې نژدې دوه ميلیون وګړي ناروغه شوي دي.
د پنجاب ایالت اعلا وزیرې مریم اورنګزېب پرون په یوې خبري غونډه کې پهدې ایالت کې د بېړني روغتیایي وضعیت د اعلانولو پر مهال د دغه پراخېدونکي بحران په وړاندې د مبارزې لپاره د ځینو اقداماتو یادونه وکړه.
د روغتیایي کارکونکو رخصتي لغوه شوې، ټولې تعلیمي مؤسسې تربلې خبرتیا پورې تړلې شوي او رسټورانټونه بند شوي دي.
مېرمن اورنګزیب وویل، لوګی اوس یو ملي ناورین دی.