د لبنان د حکومت سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي پرون جمعه له ایران څخه وغوښتل چې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه اوربند په یقیني کولو کې مرسته وکړي.
داسې ښکاري چې نوموړی غواړي، ایران له خپل ملاتړه برخمنه حزبالله ډله چې امریکا یې یوتروریستي سازمان بولي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، دې ته وهڅوي چې یوه جوړجاړي ته غاړه کېږدي.
داسې یوه جوړجاړي ته چې په ترڅ کې یې ښایي لهدې ډلې وغوښتل شي چې د اسراییل-لبنان پولې ته له نژدې سیمو ځان شاته کړي.
پهداسې حال کې چې د ایران د ستر مشر ایاتالله علي خامنهیي چګپوړی سلاکاراو د ایران د پارلمان پخوانی ريیس علي لاریجاني د خبرو لپاره لبنان ته تللی، د دې هېواد چارواکو وویل چې د امریکا د اوربند وړاندیز حزبالله ته سپارل شوی چې هدف یې د اسراییل او د دې ډلې ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې پای ته رسول دي.
ایران چې د لبنان د حزبالله اصلي ملاتړی دی، له لسیزو راهیسې یې دا سختدریځه ډله تمویل او تجهیز کړې ده.
د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومه نېټه چې په غزه کې د حزبالله ملاتړې حماس ډلې پر اسراییل ناڅاپي برید وکړ او اسراییل یې په وړاندې غچ اخیستونکې جګړه پیل کړه، له هغه مهال راهیسې د حزبالله او اسراییل ترمنځ شخړې پیل شوې دي.