یو جګپوړی ایرانی چارواکی وايي چې، ایران به له اسراییلو سره د اوربند په برخه کې د لبنان د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي.
د ایران د لوی مذهبي مشر لوی سلاکار او د پارلمان پخواني رییس علي لاریجاني پرون د یوه خبریال دې پوښتنې ته چې ایا بیروت ته د دې لپاره تللی دی چې هلته د امریکا په منځګړتوب د سولې پلان زیانمن کړي، په ځواب کې وویل چې، ایران د هيڅ شي سبوتاژ کول نهغواړي بلکې د ستونزو حل غواړي.
د لاریجاني څرګندونې ښيي چې تهران د هغه کړکېچ پای ته رسېدل غواړي چې په نتیجه کې یې اسراییلو د لبنان ایران پلوې حزبالله ډله سخته وځپله.
حزبالله چې هم سیاسي او هم پوځي څانګې لري د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي.
امریکا دا ډله یو تروریستي سازمان بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.