د جرمني صدراعظم له پوتين غوښتي چې اوکراين کې جګړه پای ته ورسوي

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره په ټليفوني خبرو کې له هغه غوښتي دي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي او له کییف سره د عادلانه او دوامداره سولې په اړه خبرې پیل کړي.

د شولڅ دفتر تېر ماښام په یوه بیان کې د جرمني او روسیې د مشرانو ترمنځ په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل ټليفوني خبرو خبر ورکړ، خو د دې بیان له خپرېدو وروسته سم‌دستي د اوکراین ولسمشر غبرګون وښود.

ولودیمیر زیلینسکي وویل، د شولڅ او پوتین خبرې به یوازې له انزوا څخه د پوتین او روسیې له راوتلو او د داسې متعارفو خبرو له پیل سره مرسته وکړي، چې نتیجه به یې هيڅ وي.

زیلینسکي وویل، داسې تشې خبرې اترې هغه څه‌‌‌دي چې پوتین یې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له اوږدې مودې راهیسې غواړي.

د شولڅ د دفتر په بیان کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې، جرمني به له اوکراین څخه ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې اړتیا ورته ولري.