په پروان ولایت کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې یوتن مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني چې طالبان یې اداره کوي پرون په یوه بیان کې وویل چې، د پېښې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
بلخوا د طالبانو سیمهيیز چارواکي د بلخ-سمنګان د لویې لارې په اوږدو کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ۲ تنو د مړینې او د ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د چارواکو په وینا دا پېښه پرون سهار د سمنګان ولایت په حضرت سلطان سیمه کې شوې ده.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو عمده علتونه د سړکونو خرابي، د ترافیکي نښو نهشتون او د چلوونکو بېاحتیاطي ښودل کېږي.