ایراني چارواکو پرون وویل چې، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دې هېواد د غیرنفتي صادراتو کچه یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
تهران ټایمز ورځپاڼې د ایران د ګمرکونو د ادارې د رییس محمد رضواني فر له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې د ایران د غیرنفتي تولیداتو پنځم لوی واردوونکی هېواد و.
په تېره اګست میاشت کې په کابل کې د ایران د سفارت اقتصادي اتشې ویلي و، د افغانستان په بازارونو کې د ایران د تجارتي حضور د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکي باید د همکارۍ نوې کچې ته لوړ شي.
د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېره زمري میاشت کې وویل، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه یو اعشاریه اته میلیارد ډالر او د وارداتو کچه یې اته اعشاریه یو میلیارد دالره وه چې دا د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ شاوخوا ۶.۳ میلیارد ډالره توپیر ښیي.