زهرا جويا ته د نړيوال عدالت جايزه ورکړل شوه

زهرا جويا

د مګنیتسکي د نړیوال عدالت جایزې ګټونکې زهرا جویا وايي چې، په افغانستان کې د رسنیو ازادي له ګواښ سره مخامخ ده.

نوموړې ته دا جایزه د بشري حقونو، عدالت او جنسیتي برابرۍ لپاره د هڅو په خاطر ورکړل شوې ده.

اغلې جویا بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل: "دا جایزه ما ته په‌داسې شرایطو کې راکړل شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د بیان ازادي او د رسنیو ازادي تر ګواښ لاندې ده. موږ له‌‌‌‌‌دې کبله اندېښنه لرو چې د افغانستان خلک به د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي له حق څخه په قطعي ډول محروم شي."

زهرا جویا چې د رخشانه په نوم د یوې رسنۍ مسووله ده زیاتوي چې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د محدودولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.

اغلې جویا دا رسنۍ په ۱۳۹۹ کال کې پیل کړه، خو کله چې طالبان واکمن شول نو له هېواده ووته او اوس په لندن کې دېره ده.

د مګنیتسکي د عدالت نړیوالې جایزې سږکال پر افغانستان سربېره له امریکا، کاناډا، روسیې، اذربایجان او وینزویلا څخه د بشري حقونو او رسنیو فعالانو ته په شپږو برخو کې ورکړل شوې.