د سالنګ لويه لار چې تېره شپه تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د ټرافیکو پر مخ د سالنګونو د لویې لارې د بېرته پرانيستلو خبر ورکړ.

دې وزارت نن جمعه په خپله ایکس‌‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دا لاره چې د واورې د ورېدو، سختو توپانونو او د لید ساحې د محدودیت له امله تېره شپه اته بجې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار څه باندې اته بجې بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانيستل شوه او له دواړو لوریو وسایط کولای شي پرې تګ راتګ وکړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په خبره اوس د واورې ورېدل بند شوي، خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ریاست کارکونکي لاهم په واورینو سیمو کې د واورې پاکولو چارې مخته وړي.

دې وزارت له ټولو خلکو او موټرچلونکو چې پر دې لاره تګ راتګ کوي غوښتنه کړې چې، د خپل خوندیتوب لپاره دې له‌‌‌دې لارې د تېرېدو پر مهال ځانونه او وسایط په ژمنیو وسایلو او تجهیزاتو سمبال کړي، له بشپړ احتیاط څخه دې کار واخلي او هم دې د سالنګونو د مسوولینو لارښونو ته پاملرنه وکړي.

دا لار چې د افغانستان شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي، اکثره وختونه په ژمي کې د لنډې مودې لپاره تړل کېږي.