نن د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

ارشيف

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې اداره وايي، نن جمعه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغه رياست د پنج‌شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوگر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکنډي، غور، غزني، ارزگان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونه به نن د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سېلابونو شاهدان وي.

په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

په بیان کې ویل شوي چې په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د اورېدو امکان هم شته.