د غزې په شمالي برخه کې پرون چهارشنبې پر یوه کور د اسراییل په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي دي.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور لهمخې ډاکټرانو د وژل شویو ماشومانو عمرونه شپږ او له شپږو کلونو کم ښودلي دي.
اسراییلي ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د غزې تړانګې په تر ټولو لیرې شمالي سیمو کړۍ تنګه کړې.
پوځ ویلي چې پهدې سیمو کې د حماس چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، وسلهوال بیا منسجم شوي دي.
په عینحال کې د لبنان روغتیا وزارت وویل، پرون چهارشنبې د بیروت په جنوب کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ د اسراییل د هوایي برید په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.
اسراییلي ځواکونو د حماس ملاتړې د لبنان پر حزبالله ډلې چې امریکا هغه یوه تروریستي ډله بولي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، پهدې وروستیو کې حملې زیاتې کړي چې د پوځ په وینا په ترڅ کې یې د دې ډلې د جګپوړو مشرانو په ګډون په سلګونو غړي وژل شوي دي.
د لبنان روغتیا وزارت د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کېدو او له ۱۴ زرو او ۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په غزه کې هم د روغتیایي چارواکو په وینا د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۳ زره کسانو لوړ شوی دی.