د پاکستان پوځ په بېلابېلو سيمو کې د ۱۲ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

پاکستاني پوځيان

د پاکستان پوځ وایي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، په دوه شخړو او بېلابېلو عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له‌مخې لیکلي چې، څلور وسله‌وال پرون چهارشنبه د بلوچستان ایالت په کچ سیمه کې ووژل شول.

بلوچستان کې دغه وسله‌‌‌وال مخالفان څو ورځې وروسته تر هغه وژل کېږي چې یوه ځانمرګي بریدګر په کوټه کې د ریل‌ګاډي په یوه تم‌ځای کې لږ تر لږه ۲۶ تنه ووژل او څه باندې ۶۰ نور یې ټپيان کړل.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو یوې ډلې "د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ" د هغه برید مسوولیت ومانه.

د پاکستان پوځ په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونو یې چهارشنبه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پر یوه پټن‌‌‌ځای برید کړی چې هلته هم د د دوی په وینا ۸ وسله‌‌‌وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

تحریک طالبان پاکستان په‌‌‌دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ګڼ‌شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.