فرانسې افغانستان کې د خوړو له نړيوال پروګرام سره مرسته کړې

د مرستو يو انځور

فرانسې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پرګرام سره د درې میلیونه یورو مرسته وکړه.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې پرون د دې مرستې خبر ورکړ.

د راپور له‌‌مخې په‌‌دې مرسته به د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې له پنځلس زرو څخه زیاتو هلکانو او نجونو ته هره ورځ یوه اندازه صحي خواړه چمتو شي او له پنځه‌دېرش زرو څخه زیات کسان به د خپلې ټولې کورنۍ د تغذیې د ښه کولو لپاره نباتي غوړي ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، سږکال د مالي بحران له امله نه‌دی توانېدلی چې دوه میليونه ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خواړه برابر کړي.