له خوست څخه سعودي عربستان ته الوتنې پيل شوې

د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت پرون په خپله ايکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې الوتنو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې د کام ایر هوایي شرکت الوتنې به له‌‌دې وروسته په اوونۍ کې یو ځل د خوست له نړیوال هوایي ډګره د سعودي عربستان جدې ته ترسره شي.

ازادي راډیو نژدې دوې میاشتې مخکې دا خبر ترلاسه کړی و چې د خوست له هوایي ډګره به د جدې ترڅنګ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته هم الوتنې پیل شي.

د خوست نړیوال هوایي ډګر د دوه زره یو ویشتم کال د جولای په میاشت کې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني پرانیست.