نن د افغانستان په ۱۸ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د بارنونو له امله اوښتې ويجاړي

اټکل شوی دی چې نن د افغانستان په اتلس ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سېلونه وبهیږي.

د طالبانو د هواپېژندنې ادارې د اټکل له‌‌‌‌مخې د افغانستان په ختیځ، شمال ختیځ، مرکزي او یوشمېر لوېدیځو ولایتونو کې به نن له پنځلسو تر پنځه‌دېرش ملي مترو پورې ورښتونه وشي.

په افغانستان کې سږکال د ورښتونو له امله د بهېدلو سېلونو په ترڅ کې تر درې سوه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دې سېلونو ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.