بنیامین نتنیاهو: پر اسراييل د ايران بل بريد به د تهران اقتصاد فلج کړي

د اسراييل صدراعظم

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، پر دوی د ایران بل برید به د اسلامي جمهوریت اقتصاد فلج کړي او میلیاردونه ډالره زیان به وکړي.

نتنیاهو په یوه ویډیويي پيغام کې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ایرانیانو ته دویم مستقیم پيغام دی او پرون خپور شوی ویلي، پر اسراییل د ایران د اکتوبر د لومړۍ نېټې برید باندې تهران دوه اعشاریه درې میلیارده ډالر ولګول، خو په خبره یې اسراییل ته یې زیان ډېر کم و.

ایران د تېرې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه په لبنان کې د حزب‌‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو پراخ توغندیز برید وکړ، چې اسراییل د اکتوبر په ۲۶مه د دغه برید غچ واخیست.

حزب‌‌الله چې یوه سیاسي-پوځي ډله ده، د لبنان پر جنوب واکمنه ده.

امریکا دغه ډله د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د کارپوهانو په حواله ویلي، د نتنیاهو نوی ويډیویي پیغام په‌‌دې معنا دی چې که ایران پر اسراییل بل برید وکړي، اسراییل به جدي ځواب ورکړي.

ایران تر اوسه رسما په‌‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.