په پکتیا ولایت کې په عام محضر کې د یوه کس اعدامولو غبرګونه پارولي دي

ارشيف

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي چې، په عام محضر کې اعدامونه، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف کار دی.

یوناما نن چهارشنبه پر خپله ایکس‌‌پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې دا اعدامونه باید پای ومومي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنيټ هم دغه اعدام "زړه بوږنونکی" بللی او غندلی یې دی.

بېنیټ هم، چې افغانستان ته یې پر تګ بندیز لګېدلی، پر طالبانو غږ کړی چې دا ډول سزاوې ودروي.

طالبانو نن چهارشنبه د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د محمد ایاز اسد په نوم یو کس نن چهارشنبه د قتل په جرم "قصاص" شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې، نوموړی د مقتول د کورنۍ له‌‌خوا درې ډزه پر ټټر ویشتل شوی دی.

د قصاص په دغو مراسمو کې د طالبانو د کابینې مهمو غړو له هغې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌‌الدین حقاني ګډون کړی دی.

د راپورونو له‌‌‌مخې دا د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د قصاص شپږم حکم دی چې عملي کېږي.