تاجکستان کې نن د فوټبال يوه درې اړخيزه لوب‌لړۍ پيليږي

د تاجکستان فوټبال لوبډله

د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوب‌لړۍ نن چهارشنبې په تاجکستان کې پیلېږي.

دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سه‌‌‌‌‌‌شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.

افغان لوبډله له څه باندې پنځه‌‌‌‌‌‌نیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.