د افغانستان په ۱۷ولايتونو کې د ورښت او سختو بادونو-دوړو اټکل شوی

له ورښت وروسته د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن د افغانستان په اوولسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سختو بادونو او دوړو اټکل کړی دی.

دې وزارت پرون سه‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، نن په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، بادغیس او هرات او همدارنګه په سالنګونو کې د تالندې او برېښنا په ملتیا د سختو بارانونو اټکل کېږي.

وړاندوینه شوې چې د ورښت اندازه به د ۱۵ نه تر۴۰ ملي مترو پورې وي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، په سالنګونو او د هېواد په یوشمېر لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ نه تر ۷۵ کیلومترو پورې وي، احتمال شته.

د افغانستان په یوشمېر سیمو کې وروستیو بارانونو او سېلونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.