فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي چې، په غزه کې د اسراییلو په یوه نوي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د ناصر روغتون چارواکو ویلي چې، په خان یونس سیمه کې پر یوه رستوران د اسراییل بېګاني برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه یوولس کسان وژلي او د د العوده روغتون چارواکو ویلي دي چې د نُصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییلو بلې حملې کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي دي.
دا حمله داسې مهال کېږي چې، اتو نړیوالو مرستندویو ټولنو نن په یوه راپور کې وویل، اسراییل جګړه ځپلې غزې ته د پراخو بشري مرستو د پرېښودو په اړه د متحدایالتونو غوښتنه له پامه غورځولې ده.
په غزه کې بشري وضعیت د تېرو ۱۳ میاشتو پرتله اوس خورا ډېر خراب دی.