د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بري وروسته د بیټ کاین ارزښت پرله‌پسې په لوړېدو دی.

د کال په پیل کې د دې مجازي پیسو ټیټه بیه ۳۸زره او ۵۰۵ ډالره و، خو اوس د هغه مهال پرتله دوه برابره شوی دی.

ډونالډټرمپ په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې، متحدایالتونه به د نړۍ د مجازي پیسو په مرکز بدلوي او د بيټ‌کاین یوه ملي خزانه به رامنځته کوي.