د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وایي چې، په کابل کې د دې وزارت په یوه څېړنیز فارم کې د کرل شویو مومپلي حاصل مثبته نتیجه ورکړې ده.
دې وزارت په خپله وېبپاڼه کې لیکلي، دا مومپلي د کابل په بني حصار سیمه کې په څېړنیز فارم کې کرل شوي دي.
د خبرپاڼې پر اساس، وزارت په پام کې لري چې د هوا مناسبو شرایطو ته په کتو د دې نبات کښت زیات کړي.
مومپلي چې علمي نوم یې Arachis hypogaea دی، عموماً په تودو سیمو کې ښه وده کوي او د دانو او غوړو لپاره یو تجارتي نبات ګڼل کېږي.
په ننگرهار، خوست، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، او هرات ولایتونو کې د دې نبات د کښت لپاره امکانات زیات دي.