حامدکرزي د تعليم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاينه کړې

حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې په ځانګړې توګه د تعلیم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاینه او د دې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي په یوه پیغام کې، چې پرون (دوشنبې) یې په ایکس‌پاڼه/ پخواني ټویټر کې خپور کړی، جاپان د افغانستان پخوانی او دروند دوست بللی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د یونېسف یا د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې خبر ورکړی چې، په بدخشان ولایت کې به زرګونه ماشومان په سلګونو محلي ښوونځیو کې د جاپان په مرسته زده‌کړه ته دوام ورکوي.