د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال وايي، اسلاماباد باید په خپل هېواد کې دننه د پاکستان د ستونزو د هواري په لټه کې شي.
حمدالله فطرت په یوه لنډه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون لهخوا خپره شوې ویلي: "اسلامي امارت به هيچاته اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي، افغانستان نور هيچاته ګواښ نهدی. پاکستان باید موږ ملامت نهکړي او په خپل هېواد کې دننه خپلو داخلي ستونزو ته د حللارې ولټوي."
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.
په بلوچستان کې د وروستي خونړي برید په غبرګون کې ښاغلي اصف د شنبې په شپه جیونیوز ټلوېزیون ته وویل، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې د بلوچستان لبریشن ارمي په کوټه کې د اورګاډي پر تمځای د شنبې د ورځې د برید پړه پر غاړه واخیسته، چې د ګڼو پاکستاني پوځیانو په ګډون یې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.
د طالبانو حکومت دغه برید غندلی دی.
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې، پاکستاني طالبان له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.