اسراييل په غزه کې د اسلامي جهاد ډلې د پوځي مشر د وژنې خبر ورکړی

پر غزه د اسراييلو د بريد يو انځور

د اسرايیل پوځ وايي، په غزې تړانګه کې یې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې پوځي مشر محمد ابوسخیل وژلی دی.

د اسلامي جهاد ډلې د جرمني خبري اژانس ته د ابوسخیل مړینه تایید کړې ده.

د اسرايیل پوځ پرون یک‌شنبه وویل چې، هغه د غزې په شمال کې پر یوه پخواني ښوونځي په برید کې وژل شوی دی.

په‌دې برید کې د ابوسخیل زوی، لور او درې نور کسان هم وژل شوي دي.

ابوسخیل په مې میاشت کې وروسته له هغې د اسلامي جهاد ډلې د پوځي مشر په توګه وټاکل شو، چې د اسرايیل د پوځ په یوه برید کې د دغې ډلې پخوانی پوځي مشر ووژل شو.

اسلامي جهاد ډله په منځني ختیځ کې یوه له سخت‌‌دریځو ډلو ګڼل کېږي.

د اسلامي جهاد ډلې جنګيالي د غزې له تړانګې څخه پر اسراييل توغندي توغوي؛ خو دا ډله د حماس پر تله لږ ځواک لري.