د دمشق په جنوب کې د حزب‌الله پر ډلې د اسراييل بريدونو کې ۷ کسان وژل شوي

د اسرييل يوه الوتکه

د سوریې یو څارونکی بنسټ وايي چې، د پلازمېنې دمشق په جنوب کې د لبنان د حزب‌الله ډلې پر یوه اړوند اپارتمان د اسرايیل په پرونۍ هوايي حمله کې ۷ کسان وژل شوي دي.

د امریکا متحدایالتونه د ایران له ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پر سیده زینب ساحه د اسرايیل په هوايي حمله کې د ۷ کسانو د وژل کېدو تر څنګ ۱۴ نور کسان ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

دغه بنسټ چې په سوریه کې داخلي شبکه لري، مخکې ویلي وو په یوه ودانۍ کې چې لبناني کورنیو او د حزب‌الله غړو په‌کې ژوند کاوه، په حزب‌الله ډلې پورې تړلي کسان د اسرايیل په حمله کې په نښه شوي دي.

حزب‌الله چې سیاسي ګوند هم دی، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او دغه ګوند د لبنان په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.

د سوریې د رسمي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې په سیده زینب کې چې د شیعه‌ګانو لوی زیارت پروت دی، د اسرايیل په حمله کې یوه ودانۍ ویشتل شوې او نامعلوم شمېر کسانو ته مرګ‌‌‌ژوبله اوښتې ده.

اسرايیل په سوریه کې د خپلو حملو په باب زیات وخت تبصره نه‌‌کوي.