هند کې د طالبانو قونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

د هند په ممبۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لانډې قونسلګرۍ د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر ورکړ.

ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې، په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ویلي، چې په هند کې دېره افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو د ورکړې اسانتیا نه‌لري.

په هند کې د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره وکتل.