له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۲۶ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی

افغانستان ته د راستنو شويو کډوالو کډې

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن پر خپله ایکس‌پاڼه خبر ورکړی، چې: "پرون د تورخم له لارې ۱۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلام‌‌کلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."

په خبر کې نه‌‌‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې کړای شوي دي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌‌ییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون یک‌شبنه اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال د شنبې او جمعې په ورځو له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.