د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه تنه پرون یکشنبه په لبنان او غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونه کې ووژل شول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، لبنان کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه او د غزې په شمال کې د نهو مېرمنو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.
راپور کې راغلي چې د اسراییل پوځ د سوریې د پلازمېنې دمشق په څنډه کې هم د هوایي برید له کبله د سوریې د دفاع وزارت په وینا ۷ ملکیان وژلي دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې، نړۍ دې ته سترګې په لاره ده چې د امریکا ټاکنې به د اسراییلو او د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو ترمنځ پر جګړې څه اغېز وکړي.
بل لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته یې تر اوسه درې ځله له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړي او په وینا یې دوی دواړه د ایران او د هغوی د عناصرو ګواښونو ته په یوه نظر ګوري.