د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې په توسکیگي (Tuskegee) پوهنتون کې د ډزو دغه پېښه په ځایي وخت د یکشنبې ورځ سهار وختي رامنځته شوې ده.
د الاباما پولیسو ویلي، دوی په دې تور یو پنځهویشت کلن کس چې جاکویز میریک نومیږي نیولی او توقیف کړی یې دی.
د پولیسو د خبرپاڼې لهمخې له تورن کس څخه چې د ډزو له صحنې څخه د وتلو په حال کې نیول شوی، یوه تفنګچه ترلاسه شوې ده.
معلومه نهده چې بریدکوونکی د همدې پوهنتون محصل دی او که نه؟
د برید انګېزه لا روښانه نهده، خو په امریکا کې په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې د ډزو دغه ډول پیښې نوې نهدي.