اسراییل د لومړي ځل لپاره په لبنان کې د سپټمبر میاشتې د پیجرونو یا پیغام لېږدوونکو وسیلو د چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست.
د اسراییلو د صدراعظم ویاند عمر دوستری د فرانسې خبري اژانس ته د یکشنبې په ورځ ویلي: "بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې هغه په لبنان کې د پیجر دستګاو د عملیاتو د ترسراوي امر ورکړی."
تر دې مخکې د اسراییل تایمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی و، چې نتنیاهو د خپلې کابینې په ناسته کې ویلي وو چې د پیجر بریدونه او هم د حزبالله د مشر حسن نصرالله وژل د لوړپوړو امنیتي چارواکو په مخالفت سربېره ترسره شول.
د سپټمبر په اوولسمه او اتلسمه د لبنان په بېلابېلو برخو کې د پیجر دستګاو په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ کسان ټپیان شول.
د وژل شویو کسانو په اړه بېلابېل ارقام خپاره شوي چې، لږ تر لږه په یوه کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ یاد کړی، که څه هم د لبنان ځینې سیمهییز چارواکو د وژل شویو رقم ۴۵ تنه یاد کړی دی.