د بريتانيا د پوځ مشر: اکتوبر مياشت کې هره ورځ د روسيې ۱۵۰۰ عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د يو وژل شوي روسي سرتېري انځور

د بریټانیا د وسله‌وال پوځ مشر ویلي، اکتوبر میاشت د روسانو لپاره تر ټولو خونړۍ وه ځکه د دوی د ارزونو پر اساس هره ورځ لږ تر لږه ۱۵۰۰ روسي عسکرو ته مرګ‌ژوبله رسېدلې ده.

"په تاکتیکي کچه روسیه یو ډېر لوړ تاوان پرې کوي د پوتین د غیرقانوني یرغل په خاطر.

امیرالبحر توني راداکین له بي‌بي‌سي سره یک‌شنبه په خپله مرکه کې په‌دې اړه وویل: "په تاکتیکي کچه روسیه یو ډېر لوړ تاوان پرې کوي د پوتین د غیرقانوني یرغل په خاطر. اکتوبر تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې له پلوه د روسیې لپاره تر ټولو بده میاشت وه. په اوسط ډول د ورځې ۱۵۰۰ کسان مړه یا ټپیان شوي هره ورځ."

روسیه له اوکراین په جګړه کې خپله مرګ‌ژوبله نه خپروي.

د بریټانیا د پوځ د دغه لوړپوړي مشر بیا دا منلې چې روسیې د سیمو د نیولو په برخه کې پرمختګ کړی او دا پر اوکراین لا زیات فشار راولي.

هغه بیا دا خبره هم کړې چې روسیه د خپلې ملکي برخې ۴۰سلنه مصارف هم دفاعي او امنیتي برخو ته ځانګړي کړي چې دا په ټوله کې دا هېواد له خطر سره مخامخ کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین خپل غیر موجه یرغل پيل کړ چې لا هم په شدت روان دی.

د بریټانیا د پوځ د دغه لوړپوړي مشر بیا دا منلې چې روسیې د سیمو د نیولو په برخه کې پرمختګ کړی او دا پر اوکراین لا زیات فشار راولي.

په‌دې لړ کې هره ورځ د اوکراین او روسي پوځيانو د جګړو راپورونه خپرېږي.

د جګړې په تر ټولو وروستي تحول کې تېر یوه شپه او ورځ اوکراین او روسیې پر یو بل د ډرون لسګونه بریدونه کړي دي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل تر دې دمه اوکراین په تر ټولو لویو ډروني بریدونو سره پر مسکو لږ تر لږه ۳۴ ډرونه توغولي دي.

د راپورونو له‌‌مخې د دغو بریدونو په سبب د مسکو درې هوایي ډګرونه د لنډ وخت لپاره تړل شوي وو.

د روسیې فدرال هوايي چلند ادارې ومنله چې د اوکراین د ډرون بریدونو په وخت د څو ساعتونو لپاره د شیریمتییوو، دومودیدوو او ژوکوو هوايي میدانونو خپل فعالیتونه وځنډول.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې، یوه ۵۲کلنه ښځه په دغو ډرون بریدونو کې ټپي شوې ده.

په دې اړه نور: پنټاګون له اوکراين سره پوځي مرستو کې ځيني محدوديتونه نرموي

په نړیوالو اژانسونو کې د دغو بریدونو له امله د لګېدلو ودانیو او ورانو شویو سیمو ویډیوګانې هم خپرې شوي دي.

د مسکو ښاروال بیا دا ادعا هم کړې چې د دوی امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۲ ډرونونه نسکور کړي هم دي.

اوکراین وروسته له هغه پر مسکو د ډرون بریدونه کړي چې د یک‌شنبې تر سهار وختي روسیې پر اوکراین نږدې ۱۵۰ ډرون بریدونه وکړل.

د اوکراین پوځ ویلي چې له‌‌دې ډلې دوی لږ تر لږه ۶۲ ډرونونه نسکور کړل، ۶۷ نور د دوی په خبره له رادار ورک شول چې د بلاروس او مولدووا هوايي حریم ته ننوتلي دي.

د راپورونو له‌مخې د ډرون دغو بریدونو له امله بیا په اودیسا کې چې د اوکراین په جنوب کې ده لږ تر لږه ۲ کسان ټپیان او څو ودانۍ ویجاړې شوي دي.