قطري چارواکي: د حماس او اسراييلو ترمنځ خبرو کې منځ‌ګړيتوب مو موقت ځنډولی

د قطر بيرغ

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې، پر اساس یې ویل شوي وو چې د غزې په جګړه کې د ښکېلو خواو ترمنځ یې منځ‌ګړتوب پای ته رسولی، خو ویلي یې دي چې په خبرو کې په موقتي ډول ځنډ راوستل شوی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري تېره شپه د (عقرب په ۱۹مه) نېټه، د دې هېواد دولتي خبري اژانس ته وویل چې قطر لس ورځې وړاندې دا موضوع ښکېلو خواو ته اعلان کړې وه.

د الانصاري په وینا، قطر څرګنده کړې چې تر هغه وخته به منځ‌ګړتوب وځنډوي چې اسراییل او افراطي ډله حماس د خبرو د بیا پیل لپاره "اراده او جديت" ونه ښيي.

امریکا او اروپایي اتحادیه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.

قطر له امریکا او مصر سره یوځای د اسراییل او د افراطي ډلې حماس ترمنځ د اوربند او د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره اصلي منځ‌ګړي دي.

بېلابېلو رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې متحدایالتونو له قطر څخه غوښتي چې په‌دې هېواد کې د حماس د سیاسي دفتر فعالیت پای ته ورسوي او قطر تېره اوونۍ دا خبره د حماس مشرانو ته رسولې ده.